د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع په مشرۍ د اداري پلاوي غونډه نن ماسپښین په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د ریاست الوزرا د دفتر د عمومي رئیس مرستیالانو او د بېلابېلو ریاستونو او ادارو مسوولینو او استازو حضور درلود، د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د دې غونډې موخه د همکارانو او مسوولینو معرفت او په اړوندو چارو کې لاښه همغږي او اصلاحات دي. نوموړي په ادارو کې د خلاوو او ستونزو پر مناسب حل د ټینګار ترڅنګ مسوولینو ته په چارو او خدماتو کې د لا ښه ترسره کېدو هیله وکړه.
د اداري پلاوي په دغه ناسته کې د بېلابېلو ادارو د خدماتو او چارو د لا ښه والي، همغږۍ او اصلاحاتو په موخه د اجنډا مطابق په اړوندو مسایلو د بحث او خبرو پرمهال لازمې پرېکړې او لارښوونې وشوې. همدارنګه په راتلونکي کې هم د دغه ډول ناستو پر دوام ټینګار وشو.