د ریاست الوزرا اداري مرستیال د غور ولایت علماوو او مشرانو سره وکتل

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د غور ولایت علماوو او مشرانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د غور ولایت له یو شمېر علماوو او مشرانو سره وکتل. 

په دې کتنه کې محترم مولوي محمد عارف د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د غور ولایت د ټولنیز وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړل. 

نوموړي د امنیت د تامین او خلکو ته د خدماتو برابرولو په برخه کې د اسلامي امارت د سیمه ییزو مسئولینو په هڅو خوښي څرګنده کړه او وې ویل، د غور خلک په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت مسئولینو سره همکاري لري. 

همدارنګه محترم مولوي محمدعارف په یاد ولایت کې د سېلابونو له امله اوښتو زیانونو ته په اشارې د اسلامي امارت له رهبري او مسئولینو څخه وغوښتل چې د غور ولایت په لیرې پرتو سیمو کې د مدرسو او ښوونځیوجوړولو، د مواصلاتي لارو ترمیم او د روغتیایي مرکزونو جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي. 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د غور ولایت علماوو او مشرانو سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ ټینګار وکړ چې د امنیت تامین او د ټولنیزې هوسایي برابرول د اسلامي امارت له مسئوولیتونو څخه دي او په دې برخه کې به خپل وس وکړي. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه د هغوی د وړاندیزونو په اړه وویل، اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام ورته پاملرنه وکړي.