د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د امارتي ادارو د یوکلنو لاستنه راوړنو د تشریح پروګرام د پرانیستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه
دغه مراسم چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې جوړ شوي و او یو شمېر لوړپوړو امارتي مسئولینو هم په کې حضور درلود، د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د خپلو خبرو پرمهال وویل، د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام موخه داده چې د بېلابېلو ادارو مسئولین د تېر یو کال خپلې کاري کړنې په شفافه توګه تشریح کړي.
نوموړي زیاته کړه، په سږني پروګرام کې به ۴۴ بېلابېلې امارتي اداري د خپلو کړنو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د رسنیو پوښتنو ته هم ځوابونه ووایي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس وویل، رسنۍ د حکومت او خلکو ترمنځ د نښلوونکي پله حیثیت لري او په همدې موخه کوښښ کوو چې واقعي معلوماتو ته د لاسرسي کچه لوړه کړو.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د دې په ویلو سره چې ټول مسئولین په اخلاص او ژمنتیا په دې پروسه کې ګډون کوي او خپل مسئولیت ادا کوي، له رسنیو یې هم وغوښتل چې حقایق منعکس کړي، ترڅو نړۍ د افغانستان واقعي انځور وویني.
نوموړي دېته په اشارې چې څلور کاله وړاندې اسلامي امارت په داسې حال کې حاکمیت ترلاسه کړ چې هیواد له ډېرو اقتصادي، امنیتي، ټولنیزو او فرهنګي ننګونو سره مخ و او په ډېرو دولتي ادارو کې اداري او اخلاقي فساد اوج ته رسېدلی و، وویل: اسلامي امارت له لویې ازموینې سره مخ و چې الحمدلله په الهي نصرت او د رهبرۍ او ټولو مسئولینو په تعهد او د خالصانه او مدبرانه کوښښونو په برکت د هیواد په بېلابېلو برخو کې مهم او مثبت بدلونونه او اصلاحات رامنځته شول.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس وویل، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د عفوې عمومي فرمان بېساری او تاریخي ګام و چې هیوادوال یې د ملي یووالي ، اتحاد او ورورولۍ په ټغر راټول کړل. د ادارو په تشکیلاتي جوړښت کې مهم اصلاحات راغلل، غیر ضروري او موازي بنسټونه لغوه شول. شفافیت منځته راغی او اسلامي امارت وتوانېده چې له خپلې داخلي بودجې څخه د ټولو ادارو د کارکوونکو تنخواوې ورکړي او ټولې پراختیایي چارې ترسره کړي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت د نړۍ له څلوېښتو زیاتو هیوادونو سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې او تعاملات لري او په بېلابېلو کچو د اسلامي امارت پلاوي بهرني سفرونه او په بین المللي ناستو کې ګډون کوي. د دې مثبت پایله داده چې فدراتیفې روسیې په وروستیو کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده اوهیله ده چې نور هیوادونه هم د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په برخه کې، ورته ګامونه واخلي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع په پای کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو اجباري رااېستلو ته په اشارې وویل، د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشري د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د افغان کډوالو د راستنېدنې بهیر د مدیریت په خاطر د مهاجرینو وضعیت له نږدې لیدلی. ګومارل شویو کمېټو او اړوندو مسئولینو ته یې د ښه راغلاست، ثبت، لېږد، موقتې استوګنې، خوړو،څښاک اوبو او روغتیایي خدماتو برابرولو په اړه لازمې لارښوونې کړې دي.
په پام کې ده چې نن د ازموینو ملي اداره او نورې امارتي ادارې په راتلونکو ورځو کې خپلې یو کلنې لاسته راوړنې او کړنې د رسنیو په حضور کې له افغانانو سره شریکې کړي .