د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دوه ویشتمه غونډه د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د ذوالحجې میاشتې په نولسمه نېټه ترسره شوه.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، د هیواد په مهمو اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي مسائلو په کې بحث او پریکړې وشوې.
غونډه کې د سیندونو د حریم، سرسبزۍ او دې سیمو ته د ورتلونکو سیلانیانو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو اړوند بحث ترسره شو چې ټاکلي پلاوي ته دنده وسپارل شوه؛ ترڅو اړوند ادارات مکلف کړي چې په خپله برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او پرېکړو وروسته د خیر دعاء سره پایته ورسېده.