‏عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ښاروالیو د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي یوه ورځني سمینار کې ګډون او وینا وکړه

‏عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ښاروالیو د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي یوه ورځني سمینار کې ګډون او وینا وکړه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی نن له غرمې مخکې په کندهار کې د ښاروالیو د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي یوه ورځني روزنیز او اصلاحي سیمېنار کې چې د کابل ښاروال هم پکې برخه اخیستې وه، ګډون او وینا وکړه.

‏سیمېنار د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شو، ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سیمېنار ګډونوالو ته لازم هدایات او وینا وکړه.

‏عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ټولو ښاروالانو د خدمتونو ستاینه وکړه، او د سیمینار ګډونوالو ته یې مهمې توصیې وکړې، عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی زیاته کړه مسؤلیت کوم اعزاز نه دی، بلکه مسؤلیت، امانت، د اوږو بار او د خلکو د حقوقو ذمه واري په غاړه اخیستل دي، اوس ستاسو په غاړه د خلکو مسؤلیت دی، او پر تاسو لازمه ده چې په شرعي طریقه سره د خلکو د حقوقو ساتنه او د خلکو خدمت وکړئ.

‏هغه ښاروالانو ته په وینا کې وویل د ښاروالیو پیسې د خلکو پیسې او حقوق دي، او خلک یې تاسو ته د عامه خدماتو لپاره درکوي، نو په هغه کارونو کې یې مصرف کړئ، چې عام خلک پرې خوشحاله کېږي.

‏عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلي وینا په اخیر کې وویل، د افغانستان خلک ډيرو جنګونو ځپلي دي، اوس د رحم او شفقت مستحق دي، نو د خلکو سره ښه چلند وکړئ، او مرسته یې وکړئ، زور او جبر مه پرې کوئ، پر خلکو بوج مه راولئ، د ښارونو په تنظیف او پاکوالي کې ډیر کوښښ وکړئ، د عامه مصالحو او د بیت المال ساتنه وکړئ، د غفلت څخه ځان وساتئ، په شریعت استقامت وکړئ، اوس عام خلک ستاسو په ښه خدمت او کار ډیر خوشحاله کېږي.

‏وروسته سیمینار نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېد والسلام.

‏۱۴۴۶/۱۱/۲۳ هـ ق