د اداري کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون نن له غرمې مخکې ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړی د ورسپارل شويو فعاليتونو په اړه د ټاکل شويو کمېټو فعاليتونه او کړنې وارزول شوې.
وروسته د عامې روغتيا وزارت او د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون اړوند موضوعات او د فراه ولايت پر وړانديز بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.
د غونډې په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زياتې ارزونې په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#