د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پرمهال پرون د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې په مسلکي ډول د بلخاب ډبرو سکرو کان د استخراج او د کانونو ترمنځ د نښلېدونکو سړکونو پرانیسته وکړه.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت د بلخاب ډبرو سکرو کان کې جوړو شويو مراسمو کې وویل، افغانستان د بېلابېلو طبیعي زېرمو له اړخه غني هېواد دی او دغه زېرمې د اوږدمهاله زېربنايي پروژو د تمویل، د صنعتي پرمختګ او د ملي عوایدو د سترې سرچینې په توګه له اساسي او ستراتیژیک ارزښت څخه برخمنې دي، چې په مسلکي استخراج سره به یې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پر لور چټک ګامونه واخلو.
محترم ملاصاحب زیاته کړه، په هېواد کې له موجودو طبیعي زېرمو څخه د اعظمي استفادې په موخه باید یوازې د خامو موادو پر صادراتو اکتفاء ونه کړو؛ بلکې د هېواد دننه د پروسس او تولید فابریکې جوړې کړو ترڅو کاري فرصتونه زیات او داخلي صنعت پياوړی کړو.
د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، د بلخاب ډبرو سکرو کاني حوزه د هېواد له مهمو او غني زېرمو څخه ده، چې د ملي پراختیا شرکت له لوري یې د استخراج پروسه تر دې دمه ښه روانه ده. ملي پراختیا شرکت د دغه کان د استخراجي چارو د تسهیل او تسریع په موخه له ۲۰۰ کیلومتره زیات سړکونه په معیاري توګه جغل اندازي کړي، چې د بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکرو کانونه یو له بل سره نښلوي، ترڅو کارګران او قراردادي شرکتونه د کان کیندنې چارو ته په سمه توګه رسېدنه وکړي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ملي پراختیا شرکت له هڅو مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د استخراج چارې لا ډېرې معیاري، له هر ډول ضایعاتو څخه مخنیوی ترسره او د چاپیریال ساتنې معیارونه په پام کې ونیسي. همداراز محترم ملا صاحب د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د اړتیا وړ ډبرو سکاره به په کم قیمت ورکول کېږي او د سړکونو، روغتونونو او نورو برخو کې ټولنیز خدمات به يې لا زیات شي.
په پای کې د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال د سرپل والي او ځایي مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې وخت په وخت د بلخاب له ولسونو سره ناستې ترسره، ستونزې يې واوري او د حل هڅې یې وکړي.
د یادونې وړ ده چې ملي پراختیا شرکت د بلخاب ډبرو سکرو کان د مسلکي استخراج لپاره شاوخوا ۱۰۰ صوفونه کیندلي، چې اوسمهال پکې له دوه زره زیات هېوادوال په مستقیم ډول په کار بوخت او په کلني ډول ترې ۵۰۰ زره ټنه سکاره استخراجیږي .
له دې کان څخه استخراج شوي د ډبرو سکاره به په کورنیو فابریکو کې د انرژۍ د تولید او د صنعت د پراختیا ترڅنګ د هېواد واردات زيات او د کاري فرصتونو په زیاتولو سره د بېوزلۍ کچه راټیټه او په لویه کې د هېواد اقتصاد پیاوړی شي.#