عالیقدر امیرالمؤمنین حفِظه الله تعالی په کندهار کې د پوهنې وزرات د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي درې ورځني اصلاحي سیمینار کې چې د پوهنې وزیر او یو شمېر نورو علماء کرامو هم پکې برخه اخیستې وه، د سیمینار ګډونوالو ته لازم هدایات او مهمې توصیې وکړې.
په پیل کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفِظه الله تعالی د ټولو مسؤلینو د خدمتونو ستاینه وکړه. د علم او د تعلیم او تربیې د ارزښت او ضرورت په اړه یې د قرآن کریم او حدیثونو په رڼا کې تفصیلي وینا وکړه او ویې ویل، په دنیا کې د خیر منابع چې الله جل جلاله خیر ورته ویلي دي، عالم، متعلم او ذاکر دی او هغه څوک چې له دوی سره کومک کوي، د هغه علم چې د الله پاک جل جلاله د معرفت، د دین او شریعت پیژندل پکې راځي، په قرآن کریم او حدیثو کې یې مدحه او فضیلت بیان شوی دی، علم او علماء د دنیا د بقا او د الله جل جلاله له عذابونو څخه د نجات ذریعه ده او د علم او عالم په برکت الله جل جلاله د ځمکې پرمخ فسادونه، بد اخلاقي او فحاشي ورک کړي دي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، رسول الله صلی الله علیه وسلم خلګو ته علم په افعالو او اعمالو سره ورښوده رسول الله صلی الله علیه وسلم چې به صحابه کرامو ته کوم څه ورښودل، هغه به یې په عمل کولو سره ورښودل او بیا به یې ورته وفرمایل: لکه څنګه چې مو زه ولیدم، داسي عمل کوئ. همداراز صحابه کرامو هم خلکو ته د علم ښودنه په عمل سره کوله او د خلکو د عقیدو او اخلاقو اصلاح یې ذهناً او فکراً کوله او د دوی عادت به یې جوړول.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفِظه الله تعالی وویل، انبیاء کرامو علیهم الصلوة والسلام چې په کومه طریقه د خلکو لارښوونه کړې ده، علماء کرام دي هم په هغه ډول د خلکو لارښوونه وکړي. علماء کرام باید د انبیا کرامو علیهم الصلوة والسلام تقوا، صفتونه، خویونه، اخلاص، صبر او استقامت په ځان کې راولي او په عمل کې یې خلکو ته ښکاره کړي، تر څو خلک هم په دوی پسې اقتدا وکړي
عالیقدر امیرالمؤمنین حفِظه الله تعالی د خپلې وینا په اخیر کې د سیمینار ګډونوالو ته له غفلت څخه د ځان ساتنې په اړه مهمې سپارښتنې وکړې او ویې ویل چې غفلت ډیر مهلک مرض دی، مسؤلینو او غیر مسؤلینو ته پکار دی چې په خپلو کارونو کې له غفلت څخه ځان وساتي، او د تعلیم او تربیې مسؤلینو او استادانو ته یې په خطاب کې وویل، پر طالبانو او شاګردانو رحم وکړئ، مراقبت یې وکړئ، شاګردان مه پریږدئ چې په عبثیاتو مشغول شي.
وروسته سیمینار نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفِظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېد.