محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال سره وکتل

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند اذربایجان ته د خپل رسمي سفر پرمهال د ایکو سازمان په څنډه کې نن د اذربایجان په خنکندي ښار کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مرادوف سره وکتل.

د دې لیدنې پرمهال د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګډو او مهمو اقتصادي موضوعاتو په اړه بحث وشو.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو پراختیا په موخه په عشق اباد کې د سفیر او په ماري کې د جنرال قونسل کچې ته د اسلامي امارت د ډیپلوماتیکو اړیکو لوړېدل مهم وبلل. هغه وویل، د کابل او عشق اباد ترمنځ له ګډو اقتصادي مشترکاتو یوه مهمه پروژه ټاپي ده، چې د دواړو هېوادونو او همداراز د سیمې ترمنځ یې د لا ډېرې همکارۍ د پراختیا زمینه برابره کړې ده. 

محترم ملا صاحب زیاته کړه، د اسلامي امارت له لوري د ټاپ پروژې لار نقشه هم نهايي شوې او پوره هڅه کوي چې په افغانستان کې د دې پروژې چارې له کوم ځنډ او خنډ پرته پرمخ ولاړې شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل او عشق اباد ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پياوړتیا له پاره په عشق اباد او کابل کې د سوداګرۍ خونو او بانکي څانګو پر پرانیستل کېدو او همداراز افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ. 

محترم ملا صاحب زیاته کړه، د کانونو، ترانسپورټ، ترانزیټ، خدمتونو، سیمه‌ییزې زېربنا او بنسټیزو پروژو د پیل او مدیریت په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوځای کار کول به د دواړو هېوادونو په اقتصادي ثبات، پراختیا او ښېرازۍ کې مؤثر رول ولوبوي.

محترم ملا صاحب د کرنې په برخه کې د ترکمنستان تجربې او پرمختګ ته په کتو له دې هېواد وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې او د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه پرې ګډ کار وکړي.

ورپسې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي رشید مرادوف څرګنده کړه، ترکمنستان تل له افغانستان سره د ښو او دوستانه اړیکو غوښتونکی پاتې شوی دی. 

هغه زیاته کړه: "زموږ جمهور رئیس تل په نړیوالو سټیجونو کې د افغانستان ملاتړ کړی او هلته یې د ترسره شویو پرمختګونو ستاینه کړې ده."

ښاغلي مرادوف وویل، ترکمنستان چمتو دی له افغانستان سره د سیاسي اړیکو تر څنګ، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراخېدو په برخه کې ګډ کار ته ادامه ورکړي. نوموړي په ځانګړې توګه د ټاپي پروژې یادونه وکړه او وې ویل چې د انرژۍ د دې سترې پروژې کارونه د پلان له مخې روان دي. هغه له افغان لوري وغوښتل چې د ټاپ پروژې د مسیر تفصیلي نقشه له ترکمنستان سره شریکه کړي، تر څو پاتې تخنیکي او تطبیقي چارې یې نهایي شي.

په غونډه کې همداراز، د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته او تر کار لاندې پروژو د چټکتیا (تسریع) په اړه ټینګار وشو، تر څو دغه پروژې پر ټاکلي مهال بشپړې شي.

په پای کې، دواړو لوریو پرېکړه وکړه چې د یادو همکاریو د پرمختګ او منظم تعقیب په موخه به د دواړو هېوادونو د لومړیو وزیرانو مرستیالان وخت په وخت اړوند موضوعات تعقیب کړي او پر پرمختګونو به څارنه ولري.