د صحي علومو انسټیټوټونو اتحادیې مسئولینو سره د رياست الوزراء اداري مرستيال کتنه

د صحي علومو انسټیټوټونو اتحادیې مسئولینو سره د رياست الوزراء اداري مرستيال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د صحي علومو انسټیټوټونو اتحادیې له یو شمېر مسئولینو سره وکتل.

په دې کتنه کې لومړی یادو مسئولینو د روغتیایي انسټیټوټونو د فعالیتونو، کړنو او برنامو په اړه خبرې وکړې.

هغوی وویل، د صحي علومو انسټیټوټونه د دولتي او خصوصي پوهنتونونو ترڅنګ په هیواد کې د روغتیایي کادر د روزنې مهم مرکزونه دي او د پورتنیو مرکزونو مسئولین او علمي کادر کوښښ کوي چې هیوادوالو ته په عالي کیفیت روزنیز خدمات برابر کړي.

د صحي علومو انسټیټوټونو اتحادیې مسئولینو د یادو انسټیټوټونو په اړه ځینو موضوعاتو او مسایلو ته په اشارې د اسلامي امارت د مسئولینو د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د صحي علومو انسټیټوټونو اتحادیې مسئولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په هیواد کې په صحي چارو کې د کیفیت لوړولو په موخه د هغوی فعالیت ارزښتناک وباله. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال وویل، زموږ هیواد د روغتیا په برخه کې مسلکي او متخصص انساني ځواک ته اړتیا لري او دا د دولتي او غیردولتي تحصیلي بنسټونو مسئولیتونه دي چې متخصص او تکړه ځواک ټولنې ته وړاندې کړي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی د غوښتنو په اړه څرګنده کړه، د اسلامي امارت مسئولین تر خپله وسه د هیوادوالو په خدمت کې دي او په دې برخه کې به لازم اقدامات وکړي.