د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت د صنعت، سوداګرۍ او کانونو له وزیر سید محمد اتابک او مل پلاوي سره وکتل.
د دې لیدنې پرمهال دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې، چابهار بندر او د دواړو هېوادونو تر منځ د مشترکې اقتصادي کمېټې د کارونو او لا موثریت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.#