د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل.
وروسته د عدليې، لوړو زده کړو، ترانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو او د ازموينو ملي ادارې پر اړوندو موضوعاتو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول.
د غونډې په پای کې، د عدليې، فوايد عامې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو د اړوندو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#