د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن سه شنبه د ثور ۲۷ مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو له ځانګړي څارونکي ښاغلي ریچارډ بنيټ او له ده سره له مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی ریچارډ بنیټ د ریاست الوزراء محترم مرستیال ته د خپل ماموریت د موخو، کاري لایحې او افغانستان ته د خپل سفر د اغراضو په اړه معلومات ورکړل.
ښاغلي ریچارډ وویل هغه نه غواړي چې د افغانستان په آړه د رسنیو په راپورونو او اوازو تکیه ولري بلکې غواړي دلته د بشر د حقوقو وضعیت په خپلو سترګو وګوري، په دې اړه راپورونه وڅېړي، سم او ناسم وارزوي او د ملګرو ملتونو سازمان ته په حقایقو متکي او رښتوني راپور وړاندې کړي.
هغه په حکومت کې د ښځو د ونډې، د نجونو د زده کړې او کار، د ښځو دحجاب، د مطبوعاتو د آزادۍ، د زندانونو دوضعیت، د پراخ بنسټه حکومت د تشکیل، د مدني ټولنو د وضعیت او د افغانانو د صحي او اقتصادي حالت په اړه له محترم مولوي عبدالکبیر څخه معلومات وغوښت.
محترم مولوي عبدالکبیر هم په دې اړه ښاغلي ریچارډ ته هر اړخیز معلومات وړاندی کړل. نوموړي وویل افغانستان د ملګرو ملتونو د سازمان پخوانی غړی دی او اوس هم د دې سازمان ټولو هغو تړونونو او کنوانسیونونو ته ژمن دی چې له اسلام سره په ټکر کې نه دي.
هغه وویل چې ځینې رسنۍ د افغانستان په اړه ناسم راپورونه ورکوي او د خلکو ذهنونه تخریبوي، هغه زیاته کړه چې اوس تر پخوا د بشر حقوق ښه تأمین کېږي، امنیت خوندي دی او دهندوانو او سیکانو په شمول هر نارینه او ښځینه افغان له دې نعمت څخه ګټه اخیستلی شي،
هغه حجاب د افغانانو د دین او کلتور برخه وبلله او ويې ویل چې هره افغانه مېرمن له حجاب سره ځان ارامه احساسوي.
هغه زیاته کړه دلته عدالت تأمین دی، په حکومت کې ټول افغانان خپل استازي ویني، د پخواني حکومت اړوندو ټولو خلکو ته عفوه شوې، له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون کار پیل کړی او هغوی ته د ابرومندانه ژوند او راتللو شرائط برابروي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر انتقامي وژنې او په زندانونو کې له بندیانو د ناسم چلند راپورونه رد کړل. نوموړي ریچارډ ته وویل چې تاسو خپله زندانونه او د افغانستان هره برخه کتلی شئ.
هغه زیاته کړه چې اوس د محکمې له حکم پرته هیڅوک بل بندي کولی نشي.
محترم مولوي عبدالکبیر له ښاغلي ریچارډبنيټ څه مننه وکړه چې پر ناسمو راپورونو د تکیې پر ځای پخپله د حقایقو او رښتیاوو په موندلو پسې راوتلی دی.