د رياست الوزراء اداري مرستيال په مطبوعاتي کنفرانس کې د راستنو شويو کډوالو په اړه خبرې وکړې

د رياست الوزراء اداري مرستيال په مطبوعاتي کنفرانس کې د راستنو شويو کډوالو په اړه خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د حکومت د‌ اطلاعاتو او رسنيو مرکز کې په يو مطبوعاتي کنفرانس کې له ګاونډيو هيوادونو څخه د راستنو شويو کډوالو موضوع په اړه خبرې وکړې او د خبريالانو پوښتنې يې ځواب کړې. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، اسلامي امارت په دوامداره هڅو د کډوالو لپاره د هرکلي، لنډمهاله استوګنې، د خوړو او څښاک اوبو برابرولو، نغدي مرستې، روغتيايي خدمتونو او ترانسپورټ اسانتياوې په ښه ډول برابرې کړي، چې په راتلونکي کې د ښوونې او روزنې، د کارموندنې فرصتونو، د ځمکو اجاره ورکول او دايمي مېشتېدنې خدمتونه هم په پام کې نيول شوي دي. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، چې تر اوسه له يو سل او څلویښت زره جريبو څخه د زياتې ځمکې په مجموعي مساحت د هيواد په ۲۵ ولايتونو کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د استوګنې ۳۵ ښارګوټي پرانيستل شوي، سروې، ډيزاين او توپوګرافي يې شوې ده، چې د يو شفاف ميکانيزم له لارې به د ټاکل شوې کمېټې لخوا مستحقو پېژندل شويو کډوالو ته ووېشل شي. 

همداراز هغو سوداګرو او د شرکتونو او فابريکو مالکانو ته چې غواړي بېرته وطن ته وګرځي په صنعتي ښارګوټو کې ځمکې ووېشل شي او تر پنځو کلونو پورې به يې ماليات معاف او نورې اسانتياوې ورته برابرې شي. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال په دې مطبوعاتي کنفرانس کې د يو پيغام له لارې د ايران اسلامي جمهوريت مسؤلينو څخه وغوښتل چې له افغانانو سره د اسلامي او ګاونډيتوب اصولو پر اساس انساني چلند وکړي. 

د يادولو وړ ده، چې په دې وروستيو کې له ګاونډيو هيوادونو په ځانګړي ډول ايران څخه د کډوالو راستنېدل زيات شوي، چې هره ورځ د اسلام کلا او وريښمو پل له لارې له ۴۰ زرو څخه زيات افغان کډوال بېرته وطن ته ستنېږي او د وروستۍ مياشتې په جريان کې د ټولو راستنو شويو شمېر له يو نيم ميليون تنو څخه زياتېږي.#