د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې په پيل کې ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو کړنو او فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.

وروسته د امنيتي ارګانونو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.

په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#