د اسلامي امارت د فتحې او بریا د څلورمې کلیزې د نمانځنې مراسمو کې د رياست الوزراء اداري مرستيال ګډون او وینا

د اسلامي امارت د فتحې او بریا د څلورمې کلیزې د نمانځنې مراسمو کې د رياست الوزراء اداري مرستيال ګډون او وینا

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په داسې حال کې چې لوړپوړو مقاماتو او د کابینې غړو هم حضور درلود، د زمري د ۲۴ د افغانستان اسلامي امارت د فتحې او بریا د څلورمې کلیزې د نمانځنې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

د رياست الوزراء اداري مرستيال لومړی عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوی هبت الله آخندزاده حفظه الله تعالی، د اسلامي امارت رئیس الوزرا ، د شهیدانو کورنیو او افغان ملت ته د دغې ځلانده ورځې مبارکي وویله او زیاته یې کړه، افغان ملت تل په هیواد کې د اسلامي نظام د حاکمیت د تحقق او ازادي لپاره بېدرېغه مبارزې کړي چې د ماتې په حالت کې له دې خاورې د شورویانو او انګلیسانو وتل د دې ښې بېلګې دي، خو افسوس چې د اشغالګرو له وتلو وروسته د ځینو مسئولینو د بې کفایتۍ په پایله کې بیا هم په وطن کې انارشي ادامه وکړه. تاسیسات ونړېدل، ظلم او تېری له اندازې زیات شو او امنیت په بشپړه توګه له منځه ولاړ او خلکو د وحشت حالت کې ژوند کاوه.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، په هغه وضغیت کې یو شمېر ژمنو ځوانانو د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په قیادت د اسلامي نظام د حاکمیت او د افغان ملت د نجات لپاره د ډېرو سختیو په ګاللو سره مبارزه پیل کړه چې په پایله کې د هیواد په ۹۵ سلنه خاوره اسلامي نظام حاکم شو. حدود او قصاص جاري شو او افغان ملت په آرامي خپل ژوند ته ادامه ورکړه.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، وروسته غربي اشغالګرو له بېلابېلو بنسټونو سره پر افغانستان برید وکړ او بالآخره یې هیواد اشغال کړ او د دغه اشغال پرمهال زېربناوې ویجاړې شوې، کرنه برباد او مدرسې او ښوونځي بمبار شول. اداري او اخلاقي فساد اوج ته ورسېده.نشه یي توکي تر دې اندازې ترویج شول چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه میلیونه کسان معتاد شول. زرګونه ځوانان شهیدان، معلول او مهاجر شول، اما د اشغالګرو پرضد مبارزې ادامه پیدا کړه تر دې چې اشغالګر په ناکامۍ او ماتې له هیواده ووتل.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت حاکمیت ته په اشارې وویل، الحمدلله د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې په هیواد کې سراسري امنیت تامین دی او خلک په وحدت او وروري ژوند کوي. د عمومي عفوې له اعلان سره انتقام اخیستنې له منځه ولاړې او هغه څوک چې د اشغال پرمهال د اسلامي امارت پرضد حنګېدل اوس په سوله او ارامي کې ژوند کوي او د هغوی ټول حقونه تامین دي. د نشه یي توکو کښت، قاچاق، سوداګري او استعمال منع شوی او د کونډو او یتیمانو لپاره له تبعیض پرته کفالت ټاکل شوی دی.

د ریاست الوزرا محترم اداري مرستیال له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو رااېستلو ته په اشارې وویل، په وروستیو کلونو کې له درې میلیون زیات مهاجر هیواد ته راستانه شوي چې د اسلامي امارت د کوښښونو له امله دا بهیر ښه مدیریت شوی او هغوی ته ټول لازم خدمات برابر شوي دي.

نوموړي د ټولو هیوادوالو د حقونو د تامین او ساتنې د ډاډ په څرګندولو سره زیاته کړه، اسلامي امارت د افغانانو ترمنځ د یووالي او وروري د ټینګښت غوښتونکی دی او له ټولو هغو افغانانو څخه یې چې په بهر کې اوسېږي وغوښتل چې هیواد ته راستانه شي. افغانستان زموږ ټولو مشترک کور دی او له یو بل سره په وروري او درناوي ژوند کوو.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په پای کې د دې په څرګندولو سره چې اسلامي امارت له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو سره د ښو او حسنه اړیکو غوښتونکی دی، ټینګار وکړ، اسلامي امارت هیڅ فرد یا ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو امنیت ته تهدید ایجاد کړي او موږ د هیڅ هیواد په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوو او نورو ته هم اجازه نه ورکوو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او غواړو د یو اقتصاد محوره هیواد په توګه د نړۍ له ټولو هیوادونو سره ښې او حسنه اړیکې ولرو.