د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فراه ولایت یو شمېر علماو او روحانیونو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې لومړی حضرت صاحب سیاه بند د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او په بېلابېلو برخو کې د فراه د خلکو ستونزې یې د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره شریکې کړې.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فراه علماو او روحانیونو ته د ښه راغلاست پرمهال د عامه اذهانو د روښانولو، د ټولنې د اصلاح او د یووالي او ورورولۍ ساتلو ته د خلکو د وربللو په برخه کې د هغوی د خدمتونو ستاینه او مننه وکړه او همدارنګه یې ژمنه وکړه چې د فراه ولایت د ستونزو حل ته لازمه پاملرنه کېږي.