د ریاست الوزارء مقام د دفتر لوی رئیس په مشرۍ اداري غونډه جوړه شوه

د ریاست الوزارء مقام د دفتر لوی رئیس په مشرۍ اداري غونډه جوړه شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع په مشرۍ د ۱۴۴۷ قمري کال لومړنۍ اداري غونډه نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر عمومي ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مرستیال محترم قاري عبدالستار سعید، د بېلابېلو ادارو رئیسانو او د اداري معاونیت د دفتر لوی رئیس هم حضور درلود، محترم ډاکټر ملا عبدالواسع دغه وړ ناستې د چارو د لا ښه والي، همغږۍ، همکارۍ او ښه خدمت لپاره ګټورې وبللې.
د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئیس وویل، مسئولین دې شته نیمګړتیاوې او ستونزې په اساسي توګه حل، خپلمنځي همغږي او متقابل درناوی لا زیات او خپل مسئولیتونه په ښه توګه ترسره کړي. همدارنګه دې د چارو د لا ښه والي او د لګښتونو د کموالي لپاره دوامدارې هلې ځلې وشي.
ورپسې محترم مولوي صالح محمد مصلح د ودانیو د ساتنې او پالنې ریاست، محترم مولوي محمد داود محمدي د تخنیک او ټرانسپورټ ریاست، محترم مولوي ګلزار احمد حقاني د تدارکاتو ریاست او محترم مولوي عبدالخلیل روحاني د ریاست الوزراء اداري معاونیت اړوند موضوعات ، اړتیاوې او غوښتنې مطرح کړې.
همدارنګه د اجنډا مطابق د ازاد بحث په برخه کې د بېلابېلو ادارو استازو د اړوندو او مطرح شویو موضوعاتو په اړه خپل نظریات، وړاندیزونه او معلومات شریک کړل او د خیر په دعا سره یاده غونډه پایته ورسېده.