د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، چين ولسي جمهوریت ته د خپل رسمي سفر پر مهال، د چين - سويلي اسيا نهم نړيوال نندارتون (CSA) کې، چې په کونمينګ ښار کې جوړ شوی و، ګډون او وینا وکړه.
په دې نندارتون کې چې د مختلفو هيوادونو چارواکو او استازو برخه اخيستې وه، د رياست الوزراء اداري مرستيال د خپلې وينا پر مهال د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي د بللو له امله د چين دولت څخه مننه وکړه او په دې نندارتون کې ګډون او د ياد هيواد له چارواکو سره ليدنې يې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاريخي او دوستانه اړيکو نښه وبلله.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې بيانولو سره چې د چين - سويلي اسيا نندارتون د سيمې هيوادونو تر منځ د اقتصادي، فرهنګي او سياسي همکاريو د پراختيا لپاره يو مهم فرصت دی وويل: د چين ولسي جمهوریت د نړۍ د يو اقتصادي ځواک په توګه د «يو کمربند، يوه لار» په څېر نوښتونو له لارې د سيمې هيوادونو د ودې او پراختيا لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.
د رياست الوزراء اداري مرستيال ټينګار وکړ، چې افغانستان له چين او د سويلي اسيا هيوادونو سره د کانونو استخراج، انرژي، ترانزيټ، ټکنالوژي او سوداګرۍ په برخو کې د همکاريو پراختيا ته لېواله دی او په سيمه کې د ځانګړي موقعیت په لرلو سره زموږ هيواد کولای شي د مرکزي، سويلي او ختيځې اسيا ترمنځ د نښلوونکي پُل په توګه مهم رول ولوبوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلې وينا په يوه برخه کې عمومي بښنه، د سرتاسري امنيت تأمين، نشه يي توکو سره مبارزه او د لويو انکشافي او زېربنايي پروژو تطبيق د اسلامي امارت د مهمو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.
نوموړي همداراز ټينګار وکړ، چې افغانستان هېڅ فرد يا ډلې ته اجازه نه ورکوي چې له دې خاورې څخه چاته ګواښ رامنځته کړي، د هېڅ هيواد په داخلي چارو کې مداخله نه کوي او له نورو هيوادونو څخه هم د ورته عمل غوښتنه کوي.
په پای کې، د رياست الوزراء اداري مرستيال هيله وښوده چې د چين - سويلي اسيا نندارتون به د سيمې او نړۍ هيوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړيکو د لا زياتې پراختيا او پياوړتيا لامل وګرځي.#