د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان (رابطة العالم الاسلامي) له رئیس محترم شیخ ډاکترمحمد بن عبدالکریم العیسی سره چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، وکتل.
په دې کتنه کې چې د دوی لپاره د جوړې شوې مېلمستیا پر مهال په ارګ کې ترسره شوه او د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع او د بهرنیو چارو وزارت معین هم حضور درلود، محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت په استازولۍ محترم شیخ ډاکترمحمد بن عبدالکریم العیسی او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او وې ویل، افغانستان ته ستاسې سفر او دلته مو حضور اسلامي امارت او افغان ملت ته ویاړ او د خوشحالۍ ځای دی.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په بېلابېلو برخو له هغې ډلې د سرتاسري امنیت تأمین، د فساد مخنیوي، د زورواکۍ او ګډوډۍ ختمولو، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د عمومي عفوې اعلان، د نشه یي توکو کښت، تولید او قاچاق د منع کولو، د یتیمانو کفالت، په نشه د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې او د زېربنایي او انکشافي پروژو د تطبیق په برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
نوموړي څرګنده کړه: اسلامي امارت په قاطعیت سره د هر هغه چا پر وړاندې چې غواړي د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ پېښ کړي ولاړ دی او د متقابل درناوي او د نورو په چارو کې د نه مداخلې له لارې د نړۍ له ټولو په ځانګړي ډول اسلامي هیوادونو سره د دوستانو اړیکو د تینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو د اجباري اخراج پروسې او د اسلامي امارت له لورې د دې پروسې د بریالي مدیریت په اړه معلومات ورکړل او له کورنیو او بین المللي مرستندویه ادارو څخه یې وغوښتل چې د بل هر وخت په پرتله دې په دې برخه کې خپل انساني او اخلاقي مسؤلیت ادا کړي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت په هیواد کې د خوارجو او اهل فتنې ریښه قطع کړې او د هغوی له منحرفو افکارو سره یې له امنیتي او فکري اړخونو مقابله کړې او د هغوی پناه ځایونه یې لمنځه وړي دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې دېته په اشارې چې د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان یو پرمختللی اسلامي او نړیوال بنسټ دی او د دولتونو او ملتونو ترمنځ د دوستۍ او رغونکې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره هڅه کوي، له دې سازمان څخه وغوښتل، ترڅو په دې حساسو شېبو کې د افغانانو ترڅنګ ودرېږي.
وروسته محترم شیخ دوکتور محمد بن عبدالکریم العیسی پخپلو خبرو کې وویل، د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان د مسلمانو ملتونو دردونه او هیلې منعکس کوي او تر چتر لاندې یې د اسلامي امتونو د مختلفو مذهبونو علماء راټول شوي دي.
نوموړي افغانستان ته په خپل سفر او د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنې خوښي وښوده او وې ویل، د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان کې دا زموږ دنده ده، ترڅو خپلو وروڼو ته د مرستې او همکارۍ لاس ورکړو او دغه سازمان ستاسو او تاسو د هغه یاست.
د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رئیس وویل، د تېر کال په روژه کې، "د اسلامي مذاهبو ترمنځ د ارتباطي پلونو جوړولو" تر عنوان لاندې جوړ شوي کنفرانس کې د اسلامي امارت د استازو د حضور او په یاد کنفرانس کې د هغوی د وینا شاهدان وو.
محترم شیخ دوکتور محمد بن عبدالکریم العیسی وویل، دا سازمان عالي مجلس او نړیوال فقهي مجمع لري، چې د اسلام په تاریخ کې یوه له لرغونو فقهي مجامعو څخه ده.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان په افغانستان اسلامي امارت کې خپلو وروڼو سره ښو اړیکو ته دوام ورکوي او د اسلامي امارت رهبري ته د لوی الله تعالی له دربار څخه د برکت او بریالیتوب دعا کوي.#