د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال کندوز ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال کندوز ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۹مه نېټه د چهارشنبې په ورځ کندوز ولایت ته سفر وکړ.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند کندوز ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مسوولینو سره وکتل او هغوى ته یې د کارونو د ښه ترسراوي په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه سفر پر مهال د کندوز ولایتي مسوولینو په ملتیا د کندوز سپین زر دولتي شرکت څخه هم لیدنه وکړه. محترم ملا صاحب د یاد شرکت فعاليت با ارزښته ياد کړ، د مسوولینو له ترسره شوو هڅو يې ستاینه وکړه او هغوی ته یې د کارونو د لا ښه‌والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې. 

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره کندوز سپين زر دولتي شرکت په عصري تجهیزاتو سمبال شوی او د خامو موادو په برابرولو سره یې اقتصادي څرخ په حرکت راغلى دى، چې سلګونو‍‍‍‍‍ کسانو‍ ته پکې کاري زمينه هم برابره شوې ده.

اوس‌مهال یاد شرکت د مالوچ، نباتي غوړیو، کنجاړې، د ځان او کالیو مینځلو صابون، کاغذي دستمالونو، موسمي یخ او په مختلفو اندازو د پلاستیکي بوتلونو د جوړولو په برخه کې تولیدات لري.