د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د اداري کمېسیون د اعضاوو په ګډون د یاد کمېسیون غونډه نن له غرمې مخکې جوړه شوه.
په دې غونډه کې لومړی موظفو کمېټو د ورسپارل شویو دندو په اړه د خپلو کړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړ.
وروسته د امنیتي ارګانونو، د افغانستان بانک اړوند موضوعاتو او همدارنګه د ښاروالیو او د وزارتونو او امارتي ادارو د دویمي واحدونو ترمنځ د وظیفوي تداخل په اړه هر اړخیز بحث او ارزونه وشوه او په اړه یې لازم تصمیمیونه ونیول شول.