د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د غړو په ګډون د حج ملي کمېټو جلا غونډې د سې شنبې، پنجشنې او یکشنبې په ورځو يا د غويي مياشتې په ۲۷, ۲۹ او د غبرګولي په لومړۍ نېټه ترسره شوې.
په دې غونډو کې د سږني حج پروسې د څرنګوالي په اړه تر بحثونو وروسته لازم تصميمونه ونيول شول.
د دې کمېټې په نننۍ غونډه کې په مختلفو موضوعاتو له هغې ډلې؛ د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو عمومي رياست له لوري جوړه شوې امنيتي طرحه، حاجيانو ته د پاسپورټونو وېش څرنګوالی، د اريانا افغان هوايي شرکت او کام ایر شرکتونو له لوري د حاجيانو لېږد، د حاجيانو واکسين او يو شمېر نور موضوعات وارزول شول او تصميمونه ونيول شول.