د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال په هرات کې د شاوخوا ۶۸میلیون ډالرو په پانګونې د برېښنا دوه پروژې پرانیستې

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال په هرات کې د شاوخوا ۶۸میلیون ډالرو په پانګونې د برېښنا دوه پروژې پرانیستې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په هرات ولایت کې د ۴۳.۲ میګاواټه بادي او پنځه میګاواټه لمریزې برېښنا تولیدي پروژې پرانیستې.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو ته وویل، نن په هرات ولایت کې د بادي او لمریزې برېښنا د دوه مهمو پروژو د پرانیستې شاهدان یوو، دا د هېواد د انرژۍ سکټور د پراختیا، عصري کېدو او خودکفایۍ په برخه کې مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي. دا پروژې به نه یوازې پر وارداتي برېښنا د هېواد اتکا راکمه، بلکې د چاپېریال ساتنې، دوامدارې انرژۍ او نوې ټکنالوژۍ د ترویج لپاره هم فرصتونه برابر کړي.

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، افغانستان له اوږدې مودې راهیسې پر وارداتي برېښنا متکي دی او د هېواد د ملي بودجې یوه لویه برخه هر کال د وارداتي برېښنا د پېرلو لپاره لګول کېږي. وارداتي برېښنا له یوه لوري قیمته او له بل اړخه په اوږدمهال کې دا چاره ډاډمنه او ګټوره نه ده.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت د برېښنا سکټور په برخه کې له کورنيو ظرفيتونو پر سالمې ګټې اخیستنې تمرکز کړی او په دې برخه کې جدي هڅې کوي. 

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال څرګنده کړه، د دغو پروژو له لارې به نه یوازې د برېښنا د تولید ظرفیت لوړ شي، بلکې د هېواد اقتصادي پرمختګ، د کاري فرصتونو رامنځته‌ کولو، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو هڅونه او د زېربناوو پراختیا ته به هم لاره هواره شي.

 محترم مولوي عبدالغني برادر اخوند ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته یوځل بیا ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو په ځانګړي ډول برېښنا سکټور کې د پانګونې لپاره اسانه شرایط رامنځته او په دې برخه کې یې شفاف او امن چاپېریال برابر کړی دی. پانګوال کولی شي له دې فرصت څخه پوره استفاده وکړي.

 په پای کې د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال د یادو پروژو له قراردادي شرکتونو وغوښتل چې چارې یې د منلو شويو معیارونو په پام کې نیولو سره په ښه ډول پرمخ بوځي.

د یادونې وړ ده چې د خصوصي سکټور او افغانستان برېښنا شرکت له لوري د ۴۳.۲میګاواټه بادي برېښنا په پروژه څه باندې ۶۴میلیون ډالر او په پنځه میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې شاوخوا ۳.۵میلیون ډالر پانګونه کېږي.#