د ابونصر فراهي بندر د پراختیا لپاره ۴۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې کېږي

د ابونصر فراهي بندر د پراختیا لپاره ۴۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې کېږي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. 

د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته له اجنډا سره سم د فراه ولایت د ابونصر فراهي بندر د تاسیساتو جوړولو او د موټرونو د تخلیې او بارګیرۍ لپاره د ځمکې د انتقال او د دغه بندر د پراختیا موضوع وړاندې شوه. له بحث وروسته پرېکړه وشوه چې په ابونصر فراهي بندر کې دې د تخلیې او بارګیرۍ او اړوندو ادارو لپاره ۴۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شي.

 د کور او ښار جوړولو وزارت دې د دغه بندر د پراختیا نقشه او ډیزاین چمتو او پر ټاکلې نېټه دې اړوندو ادارو ته د تطبیق په موخه وسپاري. همدارنګه مالیې وزارت ته هدایت وشو چې د دغه بندر د پراختیا پروژه د راتلونکي مالي کال په بودجه کې د اړوندو وزارتونو له سهم څخه په پام کې ونیسي.

په دې غونډه کې د خصوصي سکتور له لوري د غزني ولایت په مرکز کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پر ځمکه د سړې خونې او جوسو کارخانې جوړولو پر طرحه هم بحث وشو. 

له هراړخیز بحث وروسته یاده طرحه تایید شوه. د دې طرحې له مخې په ۳۵ جریبه ځمکه د ۵۰۰۰ ټنه په ظرفیت سړه خونه او همدا راز د جوسو کارخانه جوړېږي، چې ۱۴۰ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې کېږي. 

یاد تصامیم د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب دفتر ته واستول شول.