د پامیر مشرانو او متنفذینو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د پامیر مشرانو او متنفذینو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د بدخشان ولایت د لوی او واړه پامیر ولسوالۍ یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره وکتل. 

په دې کتنه کې محترم حاجي محمدرسول د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د هغې ولسوالۍ د ټولنیز وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړل. 

نوموړي په یاده ولسوالۍ کې د امنیت په تامین او د زیربناوو جوړولو کې د سیمه ییزو مسئولینو هلې ځلې وستایلې او ځینو اړتیاوو ته په اشارې یې له مسئولینو وغوښتل چې په یاده ولسوالۍ کې د پراختیایي چارو لکه مدرسو، ښوونځیو او روغتیایي کلینیکونوجوړولو او د مخابراتي خدماتو فعالولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل، د اسلامي امارت اړوند ارګانونه شپه او ورځ د هیواد په ټولو برخو کې د امنیت د تامین، ټولنیزې هوساینې برابرولو او د پراختیایي چارو د تطبیق کوښښ کوي. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه د هغوی د وړاندیزونو په اړه وویل، اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام یادو برخو ته رسیدګي او لازم اقدامات وکدیدار معاون اداری ریاست الوزراء با بزرگان و متنفذین پامیرړي.