د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د ۱۴۰۴ کال د دیني مدرسو او عمومي کانکور ازموینې د لسو مخکښانو د تقدیر مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په دې مراسمو کې چې د ازموینو ملي ادارې له لوري جوړ شوي و او لوړپوړو امارتي مسئولینو په کې حضور درلود، د رياست الوزراء اداري مرستيال وویل، د ډېرې خوښۍ ځای دی چې د کورنیو، استادانو او مسئولینو زحمتونو رنګ راوړ او لس تنه زده کوونکي په خپلو کوښښونو وتوانېدل چې په کانکور ازموینو کې لوړې نومرې واخلي او نن مسئولینو تقدیر کړل.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کانکور ازموینې مخکښانو او نورو زده کوونکو ته د تحصیل راتلونکو پړاوونو کې د بریالیتوب هیلې ترڅنګ هغوی ته په خطاب کې وویل، د افغانستان راتلونکی تاسو پورې اړه لري او کوښښ وکړئ چې افغان ملت ته د خدمت مصدر شئ او د خپل هیواد په ابادۍ کې برخه واخلئ.
نوموړي زیاته کړه، نور باید موږ له بهرنیانو څخه د وطن د ابادۍ هیله ونه لرو، دوی په تېر کې تجربه شول چې له وراني او ګډوډي پرته بله پایله یې نه لرله.
د رياست الوزراء اداري مرستيال هغوی ته په خطاب کې وویل، تاسو د مسلمانو او متدینو ځوانانو په توګه په لومړي ګام کې کوښښ وکړئ چې په خپلو دیني او عقیدتي اصولو مسلط شئ او له دې سره کولای شئ په ورځنیو علومو کې تخصص ترلاسه کړئ او د ژمنو او وطندوسته افرادو په توګه هیواد او خلکو ته خدمت وکړئ.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز څرګنده کړه، نن افغانستان په بېلابېلو برخو کې متخصصو او پوهو کسانو ته اړتیا لري او ځوانان باید کوښښ وکړي چې د علم او پوهې په ترلاسه کولو سره په بېلابېلو برخو کې تخصص وکړي او د هیواد او خلکو اړتیاوې پوره کړي او اسلامي امارت په دې برخه کې د امکاناتو برابرولو لپاره ټول وس کوي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال په پای کې د هغوی کورنیو، استادانو، اړوندو مسئولینو او افغان ملت ته د دوی د لوړو نومرو د ترلاسه کولو مبارکي وویله.