ریاست الوزرا اداري مرستیال د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي سره وکتل

ریاست الوزرا اداري مرستیال د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال طارق علي بخیت، په افغانستان کې د یاد سازمان سفیر محمد سعید العیاش او ورسره پلاوي سره وکتل.
په پیل کې طارق علي بخیت د اسلامي همکاریو سازمان د سکرتر جنرال سلامونه او نېکې هیلې محترم مولوي عبدالسلام حنفي ته وړاندې کړې او وې ویل، افغانستان د اسلامي همکاریو سازمان ته ځانګړی ارزښت لري.
نوموړي د اسلامي همکاریو سازمان په استازیتوب په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پرونۍ زلزلې له امله د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه او د قربانیانو کورنیو سره خواشیني څرګنده، ټپیانو ته د روغتیا او شهیدانو ته د فردوس جنت دعا وکړه.
ښاغلي طارق علي بخیت وویل، د اسلامي همکاریو سازمان غړي هیوادونه یې په افغانستان کې د خپلوسفارتونو پرانیستلو ته هڅولي. د اسلامي همکاریو سازمان چې له افغانستان سره نه شلېدونکې اړیکې لري، موخه یې هوسا او باثباته افغانستان دی او د دې لپاره به موږ تل ورسره دوامداره اړیکې، همکارۍ او رغنده رول ولرو.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال د یاد سازمان د بشري همکاریو او د افغانستان په اړه د نېک نیت لرلومننه وکړه او وې ویل، افغانستان د اسلامي همکاریو سازمان د فعال غړي په توګه دلته د یاد سازمان د همکاریو او فعالیتونو په برخه کې هر ډول مرستې او ملاتړ ته چمتو دی.
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، د نشه یي توکو، اداري فساد او داعش پر ضد د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت پالیسي واضح ده او هیڅ فرد او ډلې ته به د دې اجازه ورنکړو چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.
ښاغلي حنفي زیاته کړه، موږ د ګاونډ، سیمې او نړۍ له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړو او له اسلامي هیوادونو سره اړیکې موږ ته ځانګړی ارزښت لري. افغانستان ته د بېلابېلو پلاویو تګ راتګ او له مقاماتو او علماوو سره د دوی کتنې او بحثونه د ټولو په ګټه دي.
نوموړي له افغانستان سره د سعودي عربستان د وروستیو مرستو د اعلان مننه وکړه او همدارنګه یې د افغان حاجیانو د ویزو، د اجرا او اړوندو اسانتیاوو د برابرېدو، په افغانستان کې د اسلامي بانک د څانګې د پرانیستې، د معتادینو د درملنې، بزګرانو ته د معیشت بدیل د ورکړې او په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان د پاتې غړیو هیوادونو د سفارتونو د پرانیستې غوښتنه وکړه او په دې برخو کې یې د یاد سازمان همکاري مهمه وبلله.
د ریاست الوزرا مرستیال وویل، له بهر څخه راستانه شوي افغانان په ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ او غزت سره په هیواد کې ژوند کولی شي، د اسلامي امارت له لوري دوی ته نه یوازې ستونزه نشته، بلکې ژوند او امنیت یې خوندي دی. هغه زیاته کړه، سلګونه زره پخواني دولتي کارکوونکي په خپلو اړوندو برخو کې خپلو دندو ته ادامه ورکوي.