د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د نورستان ولايت يو شمېر علماوو او متنفذينو سره وکتل.
په دې کتنه کې، مولوي محمد عثمان د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او په مختلفو برخو کې يې د نورستان د خلکو مسايل او ستونزې مطرح کړې او ورته يې د رسيدګي غوښتنه وکړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ښه راغلاست ترڅنګ د نورستان د خلکو د ارزښتناکو خدمتونو او بې شمېره قربانيو ستاينه وکړه او ژمنه يې وکړه چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ به يې وړانديزونو او ستونزو ته رسيدګي وشي.