د کابينې غونډې د ځمکې لاندې اوبو د ښه مدیریت او خلکو ته د سالمو اوبو رسولو په اړه بحث وکړ

د کابينې غونډې د ځمکې لاندې اوبو د ښه مدیریت او خلکو ته د سالمو اوبو رسولو په اړه بحث وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې درېیمه غونډه د رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن ترسره شوه.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي مسائلو په کې بحث او پرېکړې وشوې.

غونډه کې د هېواد په ټولو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو د ښه مدیریت او خلکو ته د سالمو اوبو رسولو په اړه اړوندو ادارو ته لارښوونه وشوه چې په دوامداره توګه متوجه شي او په دې برخه کې اقدامات وکړي. 

د یادونې وړ ده چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل څخه وروسته د خیر په دعاء پایته ورسېده.