په ميدان وردګ ولايت کې د مهاجرينو د نوي ښارګوټي پرانیسته

په ميدان وردګ ولايت کې د مهاجرينو د نوي ښارګوټي پرانیسته

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین په ميدان وردګ ولايت کې راستنو شویو مهاجرينو ته نوی ښارګوټی پرانیست.

په دغو مراسمو کې چې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني، د میدان وردګ والي قاري بختيار معاذ او د بېلابېلو ولايتي ادارو مسؤلينو هم حضور درلود، د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به د راستنو شویو مهاجرینو د ستونزو د حل او هغوی ته د اسانتیاؤ برابرولو په موخه خپلې هیڅ راز هڅې درېغ نه کړي.

محترم مولوی عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت د هیواد دننه د راستنو شویو هیوادوالو د ستونزو د حل او ځای پرځای کولو لپاره رغنده ګامونه اخیستي چې په ټولو ولایتونو کې د ښارګوټو جوړول یې بېلګې دي.

د یادونې وړ ده دا ښارګوټی دوه جلا فازونه لري او په ۱۳۲۰ جریبه ځمکه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري ماسټر پلان له مخې طراحي او ډيزاين شوی دی چې لومړی فاز یې په ۸۰۰ جریبه ځمکه کې نن افتتاح شو او د شفافې پروسې له لارې به راستنو شویو مستحقو مهاجرینو ته ووېشل شي.#