د رياست الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسيون 24مه غونډه ترسره او پر بېلابېلو اقتصادي موضوعاتو مفصل بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې. اقتصادي کمېسيون د ماليې وزارت په مشرۍ د هغه کمېټې پرېکړې تائيد کړې، چې څه موده مخکې يې "ابونصر فراهي" بندر ته د سوداګرو ستونزو ته د رسېدو په موخه سفر کړى و. د دغو پرېکړو له مخې به د افغانستان اسلامي امارت د قوانينو په رڼا کې د ابونصر فراهي بندر ترانشيپ لارې ته د اوس لپاره په رسمي ډول د بيا فعاليت اجازه ورکړل شي. دغه لاره څه موده مخکې د بې کيفيته او قاچاقي توکو د واردولو له امله تړل شوې وه. اقتصادي کمېسيون همدا راز تر هراړخيزې ارزونې وروسته د ځنګلونو د وهلو او لرګيو د قاچاق د مخنيوي په موخه د کرنې وزارت له لوري جوړه شوې طرحه هم تائيد او د تطبيق وړ وبلله.