د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه. 

په دې غونډه کې لومړی د ټاکل شويو کمېټو ورسپارل شوې کړنې او فعالیتونه وارزول شول.

وروسته د عامې روغتیا او اطلاعاتو کلتور وزارتونو اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول. 

په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#