د صنعتي ښارګوټي پنځم فاز د پرانیستې مراسمو او د هرات پوهنتون د انجنیري پوهنځي نندارتون کې  د ریاست الوزرا اداري مرستیال ګډون او وینا

د صنعتي ښارګوټي پنځم فاز د پرانیستې مراسمو او د هرات پوهنتون د انجنیري پوهنځي نندارتون کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال ګډون او وینا

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د صنعتي ښارګوټي پنځم فاز د پرانیستې او د څلورم فاز د ځمکو د مالکیت اسنادو د وېش په مراسمو او د هرات پوهنتون د انجنیري پوهنځي نندارتون کې ګډون او وینا وکړه.   

یاد مراسم چې د هرات ولایت د صنایعو او کانونو خونې په نوښت جوړ شوي و، د هرات والي محترم شیخ نوراحمد اسلام جار، یو شمېر امارتي مسئولینو، د هرات تاجرانو او پانګوالو هم په کې حضور درلود، د ریاست الوزراء اداري مرستیال په خپله وینا کې وویل، اسلامي امارت د ټولو تاجرانو، پانګوالو او صنعتکارانو ملاتړ کړی او لازمې اسانتیاوې یې ورته برابرې کړي. د تاجرانو او پانګوالو پر فعالیتونو د مالیو معافیت او کمول د دې ملاتړ بېلګې دي. 

محترم مولوی عبدالسلام حنفي زیاته کړه، د اسلامي امارت رهبري په راتلونکي کې هم تاجرانو، پانګوالو او صنعتکارانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو هڅې کوي، ترڅو هغوی په ارام فکر په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او یو له دې اقداماتو څخه د ادارو الکترونیک کول دي چې د اسلامي امارت له لوري پیل شوي. د دې پروسې له بشپړولو سره به په ټولو ادارو کې بروکراسي له منځه لاړه او د ټولو لپاره زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي. 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال تاجرانو او صنعتکارانو ته په خطاب کې وویل، کوښښ وکړئ چې د داخلي محصولاتو کیفیت لوړ کړئ، چې په داخلي توکو د خلکو باور زیات شي. 

نوموړي د باکیفیته توکو پر واردولو په ټینګار سره وویل، څوک چې بې کیفیته توکي تولید او وارد کړي ، د قوانینو مطابق به مجازات شي. 

محترم مولوی عبدالسلام حنفي له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدو ته په اشارې له ټولو ملي تاجرانو او هغو کسانو څخه چې مالي توان لري وغوښتل چې د خپل وس مطابق له راستنو شویو هیوادوالو سره مرسته وکړي. 

همدارنګه د ریاست الوزراء اداري مرستیال د هرات پوهنتون د انجنیري پوهنځي په نندارتون کې هم وینا وکړه او د یاد پوهنځي د محصلینو نوښت یې وستایه.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، دا ډول نندارتونونه د محصلینو د علمي وړتیاوو او تولیداتو د وړاندې کولو ښې لارې دي چې هغوی د خپلو زحمتونو حاصل وویني او وهڅول شي.