د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین په داسې حال کې چې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني، د پکتیکا ولایت مرستیال محترم مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د غزني ولایت علماوو، متنفذینو او یو شمېر سیمه ییزو مسؤلينو هم حضور درلود، د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ بازار تفصیلي پلان پرانیست،
د یادونې ده چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ بازار تفصیلي پلان د ۲۰۰ جریبه ځمکې په مساحت په پام کې نیول شوی دی.