د خوړو او درملو ملي بورډ غونډه نن ماسپښين د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې بورډ د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د بورډ غړو د خپلو ورسپارل شويو کړنو او فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.
وروسته د درملو او توليدي او وارداتي خوراکي توکو د کيفيت پر کنټرول، د غير قانوني او غير معياري وارداتو او توليداتو پر مخنيوي، د کورنيو توليدي فابريکو پر معياري کولو او په مجاز لېست کې د اړينو درملو پر شاملولو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه.
په پای کې، په دې برخه کې تصميمونه ونيول شول او اړوندو ادارو ته لارښوونه وشوه، ترڅو په مرکز او ولایتونو کې د درملو او خوراکي توکو پر کيفيت اغېزناکه څارنه لا زياته کړي.#