د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست له لوري نن له غرمې مخکې په سلامخانه ماڼې کې د چارو ادارې لوی ریاست او امارتي ادارو تر منځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع، د چارو ادارې لوی ریاست معاونینو محترم مولوي سیف الدین تائب او محترم قاري عبدالولي صدیقي، د بېلابېلو وزارتونو او امارتي ادارو د دفتر او بین المللي اړیکو رئیسانو هم ګډون کړی وو، د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو د انسجام مرستیال مولوي سیف الدین تائب ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل دا غونډه د چارو ادارې لوی ریاست ته د امارتي ادارو او وزارتونو له لوري د رالېږل کېدونکو مکتوبونو، پیشنهادونو، طرحو او طرزالعملونو د ستونزو او نواقصو د حل په موخه جوړه شوې ده.
ورپسې د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئيس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د غونډې ګډونوالو ته د وینا پرمهال وویل، د افغانستان اسلامي امارت په لږ وخت کې د امنیت، اقتصادي ودې، بیارغاونې او په نورو بېلابېلو برخو کې ډېر پرمختګونه کړی چې دوستان او دښمنان پرې اعتراف کوي.
نوموړي زیاته کړه؛ د چارو ادارې لوی ریاست یو له مرکزي بنسټونو څخه دی چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی او د ریاست الوزراء عالي مقام احکام، فرامین او هدایتونه نورو امارتي ادارو ته تکثیروي، نو اړتیا ده چې ټولې ادارې ورسره لا ډېره همغږي او هر اړخیزه همکاري ولري.
همدارنګه د چارو ادارې لوی ریاست مالي او اداري معاون قاري عبدالولي صدیقي وویل دغه اداره د امارتي ادارو تر منځ د پل حیثیت لري او اړتیا ده چې د سندونو او طرزالعملونو د پړاوونو په بشپړولو کې د هغو قوانینو او اصولو پیروي وشي چې د چارو د لا ښه والي او د نظام د پیاوړتیا لامل کېږي.
د غونډې په پای کې د چارو ادارې لوی رياست د ملي اقتصاد او زیربناوو رئيس مفتي شمس الرحمن د دې ادارې کاري ساحه ګډونوالو ته تشریح کړه.
همدارنګه د دې ادارې د کابینې او عالي کمیسیونونو چارو رئیس مولوي محمد صادق عاکف د امارتي وزارتونو او ادارو معینانو او رئیسانو ته د مکتوبونو، طرحو او طرزالعملونو په برخه کې د عمده نواقصو د حل په موخه پریزنټېشن وړاندې کړ.
د چارو ادارې لوی ریاست او امارتي ادارو تر منځ د همغږۍ غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت پیل شوې وه د خیر په دعا پایته ورسېده.