د ریاست‌الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس د کابل ښار د ۲۲ ناحیو د ګذر وکیلانو او څو تنو لوبغاړو سره وکتل

د ریاست‌الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس د کابل ښار د ۲۲ ناحیو د ګذر وکیلانو او څو تنو لوبغاړو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس محترم مولوي ذاکرالله ذاکر په دوو جلا ناستو کې د کابل ښار د ۲۲ ناحیو د ګذر وکیلانو او څو تنو لوبغاړو سره وکتل.
د ناستو ګډونوالو وویل، اسلامي امارت د ولس له منځه راټوکېدلی نظام دی او د ولسونو د ستونزو د حل له امله یې د چارواکو هڅې وستایلې.
د کابل ښار د ۲۲ ناحیو د ګذر وکیلانو چې یو شمېر علما، مخور، د اهل تشیع او اهل هنودو استازی هم ورسره مل وو په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د اسلامي امارت پرمختګونه د پام وړ وبلل.
هغوی وویل، د نظام د بقا او ثبات په موخه له اسلامي نظام سره همکاریو ته دوام ورکوو. همداراز یې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ښاریانو ستونزې او اړوند نور موضوعات شریک کړل.
محترم مولوي ذاکر الله ذاکر هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د نړۍ قدرتونو په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان یرغلونه وکړل؛ خو ولس په خپلې مېړانې او قربانۍ سره، د هغوی پر ضد جهاد چې د اسلام ساتنه یې موخه وه، بریالی کړ.
مولوي ذاکر څرګنده کړه، د اسلامي امارت له بریا وروسته په هېواد کې امنیت تأمین شوی، اقتصادي پروژې تر کار لاندې دي او افغانان د باثباته، خپلواک او پرمختللي افغانستان لپاره هڅې کوي.
نوموړي وویل، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د عمومي عفوې فرمان په بشپړ ډول پلی کیږي. نوموړي له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو جبري ایستل د اندېښنې وړ وبلل او له ټولو شتمنو افغانانو یې وغوښتل چې له راستنېدونکو هېوادوالو سره مرسته او همکاري وکړي.
په یوه بله ناسته کې محترم مولوي ذاکر الله ذاکر ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې د لوبغاړو ملاتړ کوي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره به لازمې هڅې وکړي.