د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او مل پلاوي سره وکتل

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او مل پلاوي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزاء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن مازدیګر د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محترم مورات نورتلیو په مشرۍ پلاوي سره په ارګ کې وکتل. 

په دې لیدنه کې د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محترم ملا هدایت الله بدري، د ټولګټو چارو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال عبدالسلام حیدري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم او د افغانستان بانک عمومي ریاست سرپرست نور احمد اغا هم حضور درلود. 

په پیل کې، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محترم مورات نورتلیو او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی سفر یې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي، تجارتي او سیاسي اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم یاد کړ.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال وویل، قزاقستان په مرکزي اسیا کې یو پیاوړی هیواد دی او لېوالتیا لري چې له ورور افغانستان سره په مختلفو برخو کې خپلې اړیکي پراخې او پیاوړې کړي.

نوموړي وویل، په نړیوال ډګر کې قزاقستان د افغانستان ملګری دی او د افغانستان په اړه پالیسي یې د اقتصادي، تجارتي او ترانزیټي اړیکو د پراختیا او مثبت تعامل پر اساس ده او د افغانستان اسلامي امارت په موږ حساب کولای شي. 

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال په افغانستان کې امنیت او ثبات ته په اشارې زیاته کړه، دا په مختلفو برخو کې د ګډو پروژو د تطبیق لپاره یو ښه فرصت دی او په کار ده چې دواړه لوري ترې اعظمي استفاده وکړي. 

محترم مورات نورتلیو وویل، د قزاقستان د لومړي وزیر په لارښوونه یاد پلاوي کې د ټولو سکتوري وزارتونو استازي شامل دي، ترڅو له افغانستان سره په تفاهم تخنیکي بحثونو ته دوام ورکړي. 

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال وویل، هیواد یې له افغانستان سره ګډ فرهنګي، اقتصادي او اسلامي مشترکات لري او د تاریخ په اوږدو کې یې له افغانستان سره اړیکي دوستانه او ښې پاتې شوې دي. 

محترم مورات نورتلیو وویل: زموږ سفر باید د ټولو هیوادونو لپاره یو ښه زېګنال وي، ترڅو له افغانستان سره د تقابل پر ځای د تعامل لار انتخاب کړي. تل زموږ ټینګار پر همدې دی چې افغانستان باید د نړیوالو پروژو او غونډو برخه وي. موږ له اسلامي امارت سره په روښانه او واضح تعامل مخکې ځو. 

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري په دې غونډه کې ټول مطرح شوي وړاندیزونه به له اړوندو ادارو سره شریک کړي، ترڅو راتلونکو اقداماتو ته یوه روښانه لارنقشه جوړه شي او هیواد یې د تحصیلاتو، برېښنا، ریل پټلۍ، کانونو او نورو ټولو برخو کې له افغانستان سره دوامداره همکاري کولای شي. 

ورپسې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، څلور کاله وړاندې په افغانستان کې د تاریخي تحول له رامنځته کېدو وروسته اوس موږ له ټولو هیوادونو سره د ثبات، امنیت او متقابلو ګډو اقتصادي همکاریو نوی فصل پیل کړی دی. 

محترم ملا برادر اخوند د قزاقستان د هغې لېوالتیا هرکلی وکړ، چې له مخې یې یاد هیواد د هرات تورغونډۍ رېل پټلۍ پر مهمې پروژې پانګونه کوي او زیاته یې کړه، دا نه یوازې د دوه اړخیزه اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی، بلکې د ترانزیټ او سوداګرۍ لپاره هم یو مهم پرمختګ بلل کېږي. 

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان کولای شي د یوه مؤثر ترانزیټي دهلېز په توګه قزاقستان ته دا زمینه برابره کړي، چې خپله انرژي د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته ولېږدوي. 

محترم ملا برادر اخوند په ټولو برخو کې د قزاقستان لېوالتیا ته په اشارې زیاته کړه، دواړه هیوادونه کولای شي د کانونو، ترانسپورټ، مخابراتو، انرژۍ تولید، نفت او ګازو پروژو کې ګډ کار وکړي. د دغو همکاریو پیل د دواړو هیوادونو د اقتصادي ثبات، پرمختګ او هوساینې لامل ګرځي. 

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له قزاقستان سره د کرنیزو توکو د ساتنې او قرنطین لپاره د هوکړه لیک لاسیک ته چمتووالی وښود او د ازادۍ بانک او زمان بانک لپاره یې پخپلو بانکونو کې د حساب پرانیستو، د شریکې سوداګرۍ لپاره له ملي پولي واحدونو څخه د استفادې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د نړیوال حمل او نقل او ترانسپورټ په اړه د موافقتنامې د مسودې نهایي کولو، په صنعتي، سوداګریزو او ترانسپورټي برخو کې د همکاریو زیاتوالي، په افغانستان او قزاقستان کې د توکو د پلورلو لپاره د شریکو مرکزونو جوړولو او له افغانستان څخه د ترانزیټي توکو د فیس کمولو وړاندیزونه او معلومات شریک کړل.

د دې لیدنې په پای کې، د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزیر له خپل قزاقي سیال سره د هرات د تور غونډۍ رېل پټلۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ.#