د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د لویې پکتیا له یوشمېر قومي مشرانو سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د لویې پکتیا له یوشمېر قومي مشرانو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د لویې پکتیا له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل.

په دې کتنه کې یادو قومي مشرانو له اسلامي امارت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ وې ویل، هېوادوال په دې خوښ دي چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې په هېواد کې ارامه او سوکاله ژوند کوي.

یادو قومي مشرانو په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک او په خپلو سیمو کې یې د پوهنې، روغتیا او سړک رغولو په برخو کې د پراختیايي پروژو پلي کولو غوښتنه وکړه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير له یادو قومي مشرانو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د تېر شل کلن جهاد پر مهال د لویې پکتیا ولسونو ستونزې او ملاتړ د هېرولو نه دي.

محترم مولوي عبد الکبیر زياته کړه، اسلامي امارت لېرې پرتو سیمو ته د پراختیايي پروژو پلي کولو په برخه کې ځانګړې پاملرنه لري او په هېواد کې د متوازن انکشاف د رامنځته کولو په موخه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.#