د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت له نوي سفیر محترم شیخ صنیع الله فرهمند سره وکتل.
په دې کتنه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال دېته په اشارې چې افغانستان او ترکیه دوه مسلمان او دوست هیوادونه دي او په بېلابېلو برخو کې پیاوړي دیني، تاریخي او فرهنګي روابط لري وویل، لازمه ده د سفارت مسؤلین په کوربه هیواد کې د اسلامي امارت پالیسۍ ته په پام کوښښ وکړي چې د دواړو هیوادونو اړیکې لا پیاوړې شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز ټینګار وکړ د سفارت مسؤلین باید هیوادوالو ته د خدماتو وړاندې کولو کې هم نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.
وروسته په ترکیه کې د اسلامي امارت سفیر محترم شیخ صنیع الله فرهمند ډاډ ورکړ چې په بېلابېلو برخو کې به د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا او په ترکیه کې د مېشتو افغانانو او کډوالو چارو ته د رسیدګي په برخه کې په ټول توان هڅې وکړي.#