د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه ترسره شوه

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرينه ماڼۍ کې ترسره شوه. 

د اجنډا مطابق، لومړی غونډې ته، ملت سټیل او خان وزیري شرکتونو ته د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سیاه درې سیمې د اوسپنې د ظواهرو د قرارداد ورکړې موضوع وړاندې شوه. 

له مفصل بحث وروسته، یادو شرکتونو ته د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سیاه درې سیمې د اوسپنې د ظواهرو د قرارداد ورکړه په دې شرط تایید شوه، چې یاد شرکتونه به په هېواد کې د اوسپنې د سل سلنه پروسس فابریکې جوړوي او له سل سلنه پروسس شوې اوسپنې څخه به ۲۰ سلنه رویالیټي کانونو او پټرولیم وزارت ته ورکوي.

دې غونډې ته د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د کوري تاو سیمې د ګچ ډبرو د لومړي او دويم بلاکونو د رویالیټۍ موضوع هم د بحث لپاره وړاندې شوه. 

له بحث وروسته، د یاد کان د لومړي او دويم بلاکونو د في ټن ګچ ډبرو لپاره ۲۵۰ افغانۍ رویالیټي وټاکل شوه. 

همدارنګه د دې ترڅنګ د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ اړوند د لقمان ډنډ سیمې د مرمر ډبرو کان او د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ اړوند د جوکان سیمې د مرمر ډبرو کان د رویالیټي پر موضوع هم بحث وشو. 

له هر اړخیز بحث وروسته کانونو او پټرولیم وزارت ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د یادو کانونو د رویالیټۍ په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او خپل راپور اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

همداراز د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د ولګۍ کلي د نفرایټ ډبرو د ظواهرو د قرارداد په اړه هم بحث وشو. 

له هر اړخیز بحث وروسته د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې د نظر په پام کې نیولو سره پرېکړه وشوه، چې د یاد کان د ظواهرو د قرارداد ورکړه کانونو او پټرولیم وزارت ته د ۶۰ سلنه رویالیټۍ په ورکړې سره تایید ده.

همداراز د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ د ګاټ مېنه جړوبي مرکي‌ خېل سیمې د سرپنټین د ظواهرو د قرارداد د ورکړې په اړه هم بحث وشو. 

له مفصل بحث وروسته، د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې کانونو او پټرولیم وزارت دې یاد کان ازادې داوطلبۍ ته وسپاري او د مالي او تخنیکي ارزونې په پایله کې دې وړ شرکت انتخاب او اقتصادي معاونیت ته وړاندیز کړي.

پورته نیول شوي تصامیم د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب دفتر ته واستول شول.#