د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په لومړي سر کې د عزیزي ګروپ عمومي رئیس محترم میرویس عزیزي او د هغه تخنیکي ټیم ته ښه راغلاست ووایه او په هېواد کې د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې یې د عزیزي انرژي شرکت د لس میلیارد ډالره پانګونې هرکلی وکړ.
محترم ملا صاحب ښاغلي میرویس عزیزي ته د اسلامي امارت له لوري د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ وې ویل، اوسمهال په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب د فرمان له مخې پانګوالو او سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.
وروسته د عزیزي انرژي شرکت عمومي رئیس محترم میرویس عزیزي وویل، له لسیزو جګړو او ناخوالو وروسته اوسمهال د هېواد د ابادۍ ښه فرصت برابر شوی دې. هغه زیاته کړه، له همدې فرصت څخه یې په استفادې په هېواد کې د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه پيل کړه، چې له مخې به یې د هېواد صنعت او کرنه وده وکړي او زیات شمېر هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي.
ښاغلي عزیزي د اسلامي امارت له مسؤلینو مننه وکړه چې په اړوندو برخو کې یې پوره همکاري ورسره کړې ده او ټینګار وکړ چې د یادې پانګونې او پروژو د ښه تطبیق په موخه به د اړوندو وزارتونو له مسؤلینو سره وخت پر وخت لیدنې کوي.
نوموړي زیاته کړه، پر دې سربېره چمتو دی په کابل کې د سرطاني ناروغیو د درملنې په موخه په ټولو معیارونو د برابر روغتون چارې هم په نږدې وخت کې پيل کړي.#