د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې اغلې روزا اوتانبایوا سره د مخه ښې کتنه وکړه.
د دې کتنې پر مهال اغلې روزا اوتانبایوا اړمنو خلکو ته د مرستو د وېش او د دواړو لوریو ترمنځ د همغږۍ په ټینګښت کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفتر له مسؤلینو سره د اسلامي امارت د چارواکو همکاري وستایله وې ویل، د خپل درې کلن ماموریت په لړ کې له افغانستان او افغانانو ښې خاطرې لري.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د خپلو خبرو په دوام له افغانانو په ځانګړي ډول مهاجرینو او د کنړ ولایت وروستۍ زلزله ځپلو سره د دې سازمان د بشردوستانه همکاریو د دوام یادونه وکړه وې ویل، د ملګرو ملتونو سازمان مسؤلین هڅه کوي مهاجرینو او زلزله ځپلو ته لا زیاتې مرستې برابرې کړي.
همدا راز په انکشافي چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي اندریکا راتوته وویل، دغه سازمان تر اوسه د کنړ زلزله ځپلو ته پام وړ مرستې رسولي او دا چې د ژمي فصل په رانېږدې کېدو دی، لازمه ده هغوی ته د سرپناه برابرولو په برخه کې فوري اقدامات وشي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د اغلې روزا اوتانبایوا د خدماتو د قدرداني پر مهال نوموړې ته د بریالیتوب هیله وکړه او وې ویل، په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره زیات اړمن خلک شته او لازمه ده چې دې برخې ته مسؤل بین المللي بنسټونه پاملرنه وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په بېلابېلو برخو کې راستنېدونکو هیوادوالو ته د اسلامي امارت له لورې د وړاندې شویو خدماتو یادونه وکړه او له بین المللي مسؤلینو یې هم وغوښتل چې راستنېدونکو هیوادوالو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.#