د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د درملو تولیدي فابریکو په ستاینغونډه کې چې نن په عامې روغتیا وزارت کې جوړه شوه ګډون وکړ.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړ شوو مراسمو ته وویل، باکیفیته درمل له صحي اړخه د سالمې انساني ټولنې ضمانت کوي او بې کیفیته درمل بیا د انسانانو روغتیا ته زیان رسوي. په دې برخه کې په پوره اخلاص، ژمنتیا او امانتدارۍ سره د مسؤلیت ترسره کول د ټولو دخیلو اړخونو اساسي مسؤلیت دی.
د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال څرګنده کړه، که په هېواد کې د درملو تولیدي فابریکې له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم درمل تولید کړي، دا به نه یوازې لویه لاسته راوړنه وي؛ بلکې پر وارداتي درملو به د هېواد تکیه راکمه او په دې برخه کې به موجوده تقاضا په کور دننه پوره شي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زياته کړه، دا چې نن د درملو د تولیدي فابریکو له جملې یوازې درېیو فابریکو ته د باکیفیته او معیاري تولید له امله له نړیوالو اصولو سره سم د جياېمپي سرټېفیکېټونه ورکول کېږي، دا د یادو فابریکو د مسؤلینو لپاره ستره لاسته راوړنه ګڼم او له خپله اړخه ورته مبارکي وایم.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال پر وارداتي درملو د افغانستان تکیه د ملي اقتصاد په زیان وبلله او وې ویل، وارداتي درمل له یوه لوري په لوړ قیمت تمامېږي او له بل لوري له هېواد څخه په زیاته اندازه د اسعارو د وتلو عامل هم ګڼل کېږي. د دې مهمې اړتیا په پام کې نيولو سره د درملو له تولیدي فابریکو غواړم د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د درملو کیفیت او کمیت ته پوره پاملرنه وکړي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې نور به یې په امارتي ادارو کې د اقتصادي چارو اړوند موضوعاتو پروسې لا ساده، منظمې، چټکې او لنډې شي.
محترم ملا صاحب وویل، په دې اړه عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب د چارو ادارې په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده سپارلې څو په دې برخه کې منظم طرزالعمل جوړ کړي. همداراز له ټولو پانګوالو غواړم چې د نورو سکټورونو تر څنګ په صحت سکټور کې هم پانګونه وکړي.
په پای کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له ټولو امارتي ادارو وغوښتل چې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب د حکم مطابق له کورنیو تولیداتو څخه استفاده وکړي، خپلو معیاري طبي مصنوعاتو ته لومړيتوب او په تدارکاتي پړاونو کې دې چارې ته جدي پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې نن د سنو فارما، ملي شفاء او ټيجيایل درمل جوړولو تولیدي فابریکو ته د معیاري درملو د تولید له امله د جياېمپي نړیوال اعتبار لرونکي سرټیفیکېټونه ورکړل شول. دا هغه سند دی چې له مخې یې بهرنیو هېوادونو ته صادرات کولی شي.#