د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اړوندو وزارتونو له مسوولینو سره د تعقیب غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د اوزبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او اذربایجان له مشرانو سره د ایکو سازمان د اولسمې سرمشریزې په څنډه کې د مطرح شويو موضوعاتو د تعقیب په موخه بحث وشو.
له بحث وروسته اړوندو وزارتونو او ادارو ته خپل کارونه وسپارل شول او ورته هدایت وشو، چې هره اداره دې خپل کارونه په جدي ډول تعقیب او د پرمختګ راپور دې په ټاکلي وخت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت محترم مقام سره شریک کړي.
د ایکو سازمان د اولسمې سرمشریزې په څنډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د یو شمېر هیوادونو له مشرانو سره د جلا جلا لیدنو پر مهال د افغانستان او یادو هیوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکي، سوداګري، ترانزیټ، ترانسپورټ، اوسپنې پټلۍ، برېښنا، افغانانو ته د ویزو ورکړه، ګډه بانکي همکاري او ځینې نور موضوعات مطرح شوي وو.#