د افغانستان لپاره د المان او هالنډ ځانګړو استازو سره د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیالانو کتنه

د افغانستان لپاره د المان او هالنډ ځانګړو استازو سره د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیالانو کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا‌ مرستیالانو محترم ملا عبدالغني برادر او محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د المان او هالنډ هیوادونو له ځانګړو استازو او مل پلاویو سره په ارګ کې وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او یادو هیوادونو ترمنځ د اړیکو، بشري مرستو او په افغانستان کې د اقتصادي، اجتماعي او بشري وضعیت د ښه والي په اړه بحث او خبرې وکړې.

په پیل کې محترم ملا عبدالغني برادر یاد پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د روان وضعیت او اسلامي امارت له لورې د لازمو اسانتیاو او شرایطو برابرولو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د افغانستان کنګل شوې شتمني د افغانانو ده، موږ غواړو بین المللي ټولنه د افغانستان وضعیت ته پام وکړي، که په افغانستان کې بې وزلي زیاته شي، پر ټولو به منفي اغېز ولري.

وروسته د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي د دیپلوماټیکو ارګانونو د امنیت د تامین مننه وکړه وې ویل، موږ د افغانانو تر څنګ یوو او په دې وروستیو کې د المان لومړي وزیر له افغانستان سره د دغه هیواد د مخکېنیو مرستو سربېره، ۶۰۰ میلیون یورو نوره بشري مرسته هم اعلان کړه.

په دغه کتنه کې محترم حنفي صاحب وویل، افغانستان او المان تاریخي مناسبات لري او موږ د دغو روابطو پراختیا غواړو.

هغه زیاته کړه، موږ هیچاته د دې اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې سیمې او نړۍ ته ګواښ پېښ کړي. د نشه یي توکو د کر، قاچاق او پروسس د مخنیوي هڅې کوو او کوښښ کوو کروندګرو ته د بین المللي ټولنې په همکارۍ د بدیل اقتصاد زمینه برابره کړو.

محترم مولوي حنفي صاحب دېته په اشارې چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره امنیت او بشپړ لازم شرایط برابر شوي، د المان او هالنډ او د نړۍ له نورو هیوادونو وغوښتل چې افغانستان کې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د کانونو، انرژۍ او د روغتیا برخو کې پانګونه وکړي.