د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون مازدیګر په غزني ولايت کې د هغو کډوالو لپاره چې په اجباري توګه رااېستل کېږي، نوی ښارګوټی پرانيست.
په دغو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني، د غزني والي، د پکتیکا مرستيال والي، علماوو، مشرانو او د غزني يو شمېر نورو ځايي مسؤلينو هم حضور درلود.
د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، د اسلامي امارت رهبري او مسؤلين شپه او ورځ کوښښ کوي، ترڅو هغو هیوادوالو ته چې په اجباري توګه له ګاونډیو او نورو هیوادونو څخه رااېستل کېږي، په کور دننه د ارامۍ او هوساینې زمینه او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زياته کړه، اسلامي امارت راستنېدونکو ته د خدماتو او ټولنیزې هوساینې برابرولو لپاره خپل وس نه درېغوي.
د يادونې وړ ده، چې په غزني ښار کې د مهاجرینو لپاره دغه ښارګوټی په څلور زره جريبه ځمکه کې په پام کې نیول شوی او لومړی فاز یې له ۱۹۰۰ جریبه څخه زیات دی.