د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د ای ایچ ایچ خیریه مؤسسې له مسؤلینو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د یادې موسسې د رهبري پلاوي غړي محترم یوسف بیلگین د نورو په استازیتوب د دې موسسې د کړنو، فعالیتونو او برنامو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي زیاته کړه، ای ایچ ایچ مؤسسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تراوسه د پوهنې، جوماتونو جوړولو او دارالایتامونو په برخو کې پام وړ مرستې کړي او مسئولین کوښښ کوي په پورتنیو برخو کې خپل فعالیتونه ټولو ولایتونو ته پراخه کړي.
محترم یوسف بیلگین د دې موسسې له لوري افغان کډوالو سره د شویو مرستو په اړه معلومات ورکړل او همدارنګه ېې ژمنه وکړه چې دا موسسه به د مهاجرینو ښارګوټو کې راستنو شویو کډوالو سره د کورونو جوړولو په برخه کې هم همکاري وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ای ایچ ایچ خیریه موسسې مسئولینو سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ له افغانانو سره د یادې موسسې د مرستو قدرداني وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، له خلکو سره د مرستې په موخه د غیردولتي بنسټونو په ځانګړي ډول د خیریه موسسو فعالیت زیات ارزښت لري او له هغوی یې وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې خپل فعالیتونه د هیواد ټولو ولایتونو ته پراخه کړي.