د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د روسیې هېواد له یوشمېر سوداګرو سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د روسیې هېواد له یوشمېر سوداګرو سره وکتل

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان لمریز کال د سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر روسي او افغان سوداګرو سره وکتل او د سوداګرۍ او پانګونې په اړه یې خبرې وکړې. 

د لیدنې پرمهال د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان دا مهال د سوداګرۍ او پانګونې له پاره زیات فرصتونه لري او کورني او بهرني سوداګرو او پانګوال کولای شي دلته پانګونه وکړي. محترم حاجي ملا صاحب زیاته کړه افغانستان سره له دې چې یو بې وزله هېواد دی، خو د طبیعي سرچینو له پلوه یو غني هېواد دی او د پانګونې له پاره ښه فرصتونه شته دي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خبره چې دوی تل له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتي چې افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او یا هم د سوداګرۍ په برخه کې خپل فعالیتونه پرمخ بوځي. 

ورپسې روسي سوداګرو د افغانستان په بېلا بېلو برخو په ځانګړي ډول صنعت سکټور کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او ویې ویل چې دوی غواړي د سوداګرۍ په برخه کې خپلې همکارۍ له افغان سوداګرو سره زیاتې کړي. 

په پای کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند روسي او افغان سوداګرو ته د اسلامي امارت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او له دوی څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د مارکېټ ارزونې وروسته دې خپلې چارې په امن فضا کې پیل کړي.